0% completed
برلین ته د مهاجرت او کډوالو او د نویو راغلو کډوالو د وضعیت په اړه سروې

ګرانه ګډونواله،

د برلین د سنا لپاره زموږ د سروې سره ستاسو د علاقې لپاره مننه.

دا سروې په لاندې ډول ده:
-هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو څخه پورته وي
-څوک چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې برلین ته راغلي دي او
-څوک چې له اوکراین، هند، روسیې فدراسیون، افغانستان، ویتنام، سوریې یا ترکیې څخه راغلي دي.

مونږ غواړو برلین ته ستاسو د مهاجرت یا کډوالۍ د وضعیت او ستاسو د اوسني ژوند، کار او یا په برلین کې د تعلیمي وضعیت په اړه نور معلومات ترلاسه کړو. مونږ ستاسو تر اوسه پورې تجربو، هغه ننګونو او برلین کې ستاسو د ژوند په اړه، ستاسو اړتیاوو او پلانونو سره لیوالتیا (علاقه) لرو.

دا سروې "د کار بازار راتلونکې" پروژې یوه برخه ده. مونږ څیړنه کوو چې څنګه برلین کې د کار او تعلیمي مهاجرت ښه تنظیم کیدای شي او څنګه ښو دندو ته وده ورکول کیدای شي.

ستاسو ځوابونه به
د عمل لپاره ځانګړې سپارښتنې وي او د برلین لپاره د مشخصو پالیسيو انکشاف کې به مونږ سره مرسته وکړي ترڅو ستاسو وضعیت او په عمومي ډول د نویو راغلو کډوالو وضعیت ښه شي.

دا سروې بې نومه ده او نږدې 20 دقیقې وخت نیسي.

که تاسو کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ موږ سره په e.fabianczyk@minor-kontor.de اړیکه ونیسئ

ستاسو د ملاتړ لپاره مننه!

د کار بازار ټیم راتلونکی